فېصل آباد۔3فروری(اے پی پی) فېصل آباد كښې د ضلعي انتظاميې تر اهتمام لاندې د فرورۍ په 5 مه نېټه به د كشمير يو والي ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي كومې لپاره چې بېلا بېل پروګرامونه ترتيب كړې شوي دي دغسې چې د كشمير مسئله په ډاګه كولو سره سره كشميري وروڼو سره د بشپړه يو والي څرګندونه وكړې شي۔ په دې لړ كښې د ډپټي كمشنر عمران حامد شېخ په مشرۍ كښې د كشمير يوالي پروګرامونو جاج اخستو له يوه غونډه وكړې شوه۔ په غونډه كښې ایډیشنل ډپټی کمشنر(جنرل)،اسسټنټ کمشنرز سټی او د زده كړو څانګې مشر ٬ د امنيتي ادارو ٬ ټرېفك پوليس ٬ میونسپل کارپورېشن، ضلع کونسل،میونسپل کمیټیز، فیصل آباد ویسټ مینجمنټ کمپنی، فیصل آباد پارکنګ کمپنی،پی ایچ اے،فیصل آباد آرټس کونسل، سوشل ویلفیئر،سول ډیفنس،ګورنمنټ کالج وومن یونیورسټی،زرعی یونیورسټی،جی سی یونیورسټی او د نورو اړوندو څانګو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كشمير يو والي ورځې مناسبت سره به سیمینارونو ٬ تقريري مقابلې ٬ واكس كولې او دستاويزي فلمونه ښودلې شي۔ دې سره سره كشميري وروڼو سره د يووالي څرګندونې له د ګردې ضلعې په مهمو ځايونو بېنرې زوړندې كړې شوي دي۔ دغسې د بېلو سماجي ٬ كاروباري ٬ سياسي او مذهبي تنظيمونو لخوا به د واكس او نورو پروګرامونو اهتمام هم كولې شي۔ ده هدايت وكړو چې د ټولو پروګرامونو امنيت او د ټرېفك غوره مېنجمنټ دې باوري كړې شي