مقبوضه بېت المقدس 03فروری(اے پی پی)د افريقې چاډ هېواد په اسرائيل كښې سفارتخانه پرانستلې۔ د سعودي خبري اژانس ادارې د اسرائيل وزيراعظم آفس بيان حواله وركولو سره وئېلي دي چې د چاډ صدر محمد ديبي په اسرائيل كښې د خپل هېواد سفارتخانې پرانسته كړې۔د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې له څو لسيز راهېسې قطع وې او څلور كاله وړاندې دا بيا تجديد كړې شوې۔ د چاډ صدر سره خپلو خبرو كښی نيتن ياهو ووئېل مونږ خپله ملګرتيا٬امن٬سلامتيا لا قومي كولو له په ګډه كاركوؤ۔ ده ووئيل نوې سفارت به زمونږ دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې كړي او هيله ده چې ډېر زر به زه تاسره په چاډ كښې ملاقات وكړم۔