سرینګر ۔2فروری(اے پی پی) د كل جماعتي كنفرنس مشر لارښود غلام احمد ګلزار د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د نرېندر مودی په مشرۍ كښې فسطائي هندي حكومت په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوې جموں وكشمير كښې د مسلمانانو د وجود ختمولو او په سيمه كښې د هندو جنونيانو د آبادولو هڅې كوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې غلام احمد ګلزار په سرينګر كښې جاري شوي يو بيان كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانو هڅو په ملاتړ كولو د پاكستان مننه وكړه۔ بلخوا په سري نګر ٬ بارهموله او د وادي كشمير په ځينو سيمو كښې پوسټرې ولګولې شوې په كومو چې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د روانو هلو ځلو په ملاتړ كولو د پاكستان مننه شوې۔ دغسې د پاريماني غړو په شمول برطانوی وګړو د 5 فرورۍ د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې د مقبوضه سيمې اولس لپاره خپل غږ پورته كولو سره وئيلي چې كشميري وګړي روزانه وژلې شي۔ دوئي په خپل وډيو پېغام كښې ووئيل هند ځان د نړۍ تر ټولو لويے جمهوريت بلي او كشميرې اولس يۍ خپلو حقونو څخه محروم ساتلې دې۔ دوئي په هندي ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له په هند زور راوړي۔