په افغانستان كښې د مېرمنو حقونو ته وده وركولو له افغان حكومت سره پرله پسې پېوستون ته اړتيا ده٬ سفير منېر اكرم

ملګري ملتونه ۔2 فروری(اے پی پی) پاكستان په افغانستان كښې بشري حقونو او په خاص توګه د مېرمنو د حقونو په اړه د لارښودنې تګلارې وضعه كولو هڅو ته وده وركولو له افغان حكومت سره د پرله پسې پېوستون په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې د لارښودنې دا تګلاره به د نړيوالې ورولۍ د خوښې له مخې وي ولې چې د بشري حقونو ودې لپاره د نړيوالې مرستې فشار كارولو پخوانۍ ستراتيجي كاميابه شوې نه ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د ملګرو ملتونو اېمرجنسی ریلیف کوآرډینېټر مارټن ګرېفتھس او د ملګرو ملتونو دوهمې عمومي سېكترې امینه محمد د افغانستان اوسنۍ دورې په اړه غړو ته د وركړې شوي بريفنګ څخه وورستو ووئيل پاکستان او د منطقې اسلامي هېوادونه د مېرمنو حقونو ته وده وركولو له كار كوي۔ مارټن ګرېفتھس ووئيل ما افغان چارواكو څخه غوښتنه كړې چې هغوي مېرمنو څخه بندېزونه پورته كړي۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان او اسلامي هېوادونو د طالبانو دريځ سره د اختلاف لرلو باجود هغوي سره خپلې تړون په ځائې ساتلې دې او د دوئي د قائل كولو هڅې يۍ كړې دي دغسې چې دوئي ته دا باور وركړي چې د دوئي دا عمل اسلامي تعليماتو سره سمون نه خوري۔ پاکستانی سفیر ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو به زرداري به د مارچ په 8 مه نېټه په نيويارك كښې په اسلام كښې د مېرمنو مقام په سرخط كنفرنس رابلي۔ پاكستاني استازي منېر اكرم هيله ولرله چې ډونر كميونټي به افغانستان يوازې نه پرېږدي او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر 4.4 ملين ډالر فنډز په اپيل به په بشپړه توګه فنډز وركړې شي د كوم چې تر دمه نيمه ادائيګي شوې ده كوم به چې د افغانستان د معيشت د بحالۍ سبب وګرځي