مقبوضه كشمير ٬ د پوسټرو د لارې د كشمير يوالي ورځې په لمانځلو د پاكستان مننه وكړې شوه

سرینګر۔2 فروری(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې په بېلو سيمو كښې د پوسټرو د لارې د كشمير د آزادۍ تحريك په ملاتړ دوامدار ساتلو د پاكستان مننه وكړې شوه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د جموں و کشمیر چناب فریډم فورس لخوا په سرینګر، بارهموله او د وادي كشمير په بېلو سيمو كښې په دېوالونو او ستنو پوسټرې ولګولې شوې۔ په پوسټرو د “گو انڈیا گو بیک،کشمیر به پاكستان جوړېږي ” او “کشمیری 5 فروری د كشمير يو والي په توګه په لمانځلو د پاكستان مننه كوي” په څير پېغامونه درج دي۔ دا پوسټرې په مقبوضه سيمه كښې د كشمير يو والي ورځې څخه وړاندې لګولې شوي دي كومه چې هر كال په آزاد كشمير ٬ پاكستان او بهر هېوادونو كښې لمانځلې شي۔ د پوسټرو د لارې هندي تسلط څخه د آزادۍ تحريك روان ساتلو له د كشميري اولس د عزم پخلے شوے دے