فرانسيسي خارجه وزير په سركاري دوره سعودي عرب ته ورسېد

رياض 02 فروری(اے پی پی)د فرانس خارجه وزير كيتهرين كولونا په سركاري دوره سعودي عرب ته رسېدلے دے۔ د سعودي خبري اژانس له مخې تېره ورځ د فرانس خارجه چارو وزير كيتهرين كولونا ته د سعودي عرب خالد كنګ انټرنېشنل هوائي مېدان ته په رسېدو د سعودي نائب خارجه وزير انجينئر وليد الخريجي هركلے اووئېلو۔د فرانسيسي خارجه وزير د دورې مقصد د سعودي عرب او فرانس ترمينځه د مرستې زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه كول دي