رياض 02 فروری(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د برونائي دارالسلام خارجه وزير ايروان يوسف ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ په قوي اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د سعودي خارجه وزير سره د وزارت هېډكوارټر رياض كښې شوي ملاقات كښې د سعودي عرب وژن 2030 په رڼا كښې د دواړو وروڼو هېوادونو او اولس ترمينځه مرستې او شراكتدارۍ زياتولو په موقعو هم خبرې اترې وشوې