ملګري ملتونه 02 فروری(اے پی پی)روس د يوكرېن په صورتحال د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه د فرورۍ په 8مه نېټه د رابللو خواست كړې۔ د روسيې خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د اروپا مالټا هېواد مستقل استازي ونيسا فريزيئر تېره ورځ د سلامتي كونسل روانې مياشتې شيډول تفصيلاتو څخه خبرولو له راجوړ كړی شوې پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل چې د روسيې په خواست د يوكرين په صورتحال د سلامتي كونسل غونډه د فرورۍ په 8مه نېټه كېږي خو هغوي د غونډې تفصيلات وړاندې نه كړل۔ د يادونې وړ ده چې روانه مياشت به په يوكرېن كښې د سلامتي كونسل 3مه غونډه وشي۔ د فرانس او ايكواډور په خواست په يوكرين كښې د بشري همدردۍ په صورتحال غونډه د فرورۍ په 6مه نېټه٬ د روسې په خواست د فرورۍ په 8مه نېټه او وزارتي غونډه به د فرورۍ په 24مه نېټه كېږي