د فرورۍ 3مې نېټې څخه په برطانيه او اروپا كښې “د كشمير يووالي اونۍ” دستورې پېل كېږي

لندن ۔1 فروری(اے پی پی) د جموں وکشمیر تحریک حق خودارادیت انټرنېشنل مؤسس چيئرمېن راجه نجابت حسېن په مشرۍ كښې به د فرورۍ 3 مې نېټې څخه په برطانيه او اروپا كښې “د كشمير يووالي اونۍ” په لړ كښې دستورې پېل كولې شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تحريك حق خود اراديت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د “كشمير يووالي اونۍ” د پرانستې دستوره به د برطانیې په اولډهم ښار كښې كېږي كومه كښې به چې د کل پارلیمانی پارټیز فرېنډز ګروپ آف کشمیر چیئرپرسن ډیبی ابراهمز ، سینئر وائس چیئرمین بېرسټر عمران حسین ، چیئرمېن لېبر فرېنډز آف کشمیر برطانیه شېډو منسټر اېنډریو ګوائن ، پروفیسر تقدیس ګیلانی ، طارق وزیر او د ژوند بېلو څانګو او د ابلاغ ذريعو سره تعلق لرونكي شخصيات ګډون كوي۔ د جموں کشمیر تحریک حق خودارادیت انټرنېشنل تر اهتمام لاندې د برطانيې په ټولو ښارونو كښې به په 9 فروری د محمد افضل ګورو شهید او په 11 فرورۍ د محمد مقبول بټ شهید د تلين په موقعه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له دستورې كولې شي۔ د جموں کشمیر تحریک حق خودارادیت انټرنېشنل مؤسس چیئرمېن راجه نجابت حسین (ستارہ پاکستان) د پاکستان او آزاد کشمیر دورې څخه وروستو برطانیې ته په ستندېو د تحريك عهدېدارانو ٬ غړو ٬ پلويانو او د بشري حقونو تنظيمونو غړو سره تماس ونيولو دغسې چې دستورو سره اړوندو هلو ځلو كښې د زيات شمېر كشميري وګړو ګډون باوري كړې شي او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق رامخې ته كولو له په بهر هېوادونو كښې د مېشته كشميري او پاكستاني وګړو لخوا كوم نوې اقدامات منظم كړې شي۔ د تحریک حق خودارادیت ډله به د نورو كشميري تنظيمونو په مرسته برطانوي او اروپائي پارليمنټ سره سره بېلو اروپائي هېوادونو ٬ امريكا او كاناډا كښې هم غونډې كوي۔