قران پاک تر قيامت ورځې د رشد او هدايت سرچينه ده۔ محمد اصغر کاہلوں

سیالکوټ۔1فروری(اے پی پی) قرآن پاك تر قيامت ورځې د رشد او هدايت سرچينه ده٬ مونږ له به د خپلو مسئلو حل د قرآن پاك په تعليماتو كښې لټول او د بندګانو حقونه ادا كول د خپل ژوند مقصد جوړول وي٬ د دنيا او آخرت ښېګړې لپاره به مونږ له نظام مصطفی (ص) نافذ كول وي٬ اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل په اسلامي تعليماتو عمل كولو سره ترلاسه كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د اظهار پنجاب ټیچرز یونین ضلعی صدر محمد اصغر کاهلوں د زده كوؤنكو يوې ډلې سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده په زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي دې رسول كريم (ص) سره عشق د خپل ژوند مشن جوړ كړي ولې چې تر كومې زمونږ په زړونو كښې د عشق مصطفیٰ(ص) مشال روښانه شوې نه وي تر دغه وخت مونږ ريښتونې مسلمانان جوړېدے نه شؤ۔ ده ووئيل اسلامي تعليمات د خپل ژوند محور جوړولو سره مونږ نه يوازې په آخرت كښې بلكې دنيا كښې هم كاميابي ترلاسه كولې شؤ