د سلامتي كونسل او يو اېن اے او سي د پېښور بريد غندنه ٬ ځپليو كورنيو او د پاكستان حكومت سره خواخوږي

ملګري ملتونه ۔31جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د پېښور په جومات كښې د ترهګرو د ځانمرګي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره په دې ناوړه جرم كښې د ككړ كسانو انصاف سره د مخ كولو په حاجت زور راوړے دے۔ د 15 كسيزه سلامتي كونسل د جنورۍ مياشتې صدر جاپاني سفير اشي كانے كېمي هيرو لخوا په جاري شوي بيان كښې د چاؤدنې پیښې ځپليو او د پاكستان حكومت سره غمرازي او ژوبل شويو له د نېكو هيلو څرګندونه شوې ده۔ په بيان كښې د دې عزم پخلې وكړې شو چې د سلامتي كونسل په نزد ترهګري كه په كوم هو شكل كښې وي هغه نړيوالې سولې او سلامتيا لپاره يو سخت خطر دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دې پېښه كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ په بيان كښې ټولو هېوادونو ته اپيل وكړے شو چې هغوي دې د نړيوال قانون او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د پاكستاني حكومت او اړوندو چارواكو مرسته وكړي۔ په دې مهال هائی رېپریزنټېټو فار یونائیټډ نیشنز الائنس آف سویلائزیشنز ( یواین اے او سی) میګوئل اینجل موراټینوس د پېښور بريد غندنه كولو سره ووئيل چې د ترهګرۍ ټول صورتونه ٬ د وګړو او مذهبي ځايونو په ضد ترهګري هېڅ جواز نه لري او ددې غندنه بايد په ګډه وكړې شي۔