رياض 31 جنوري (اے پي پي)د سعودي عرب په قريات ګورنري ولايت كښې په كور د اور لګېدو له امله د يوې كورنۍ د 3 ماشومانو پشمول 7 كسه مړه شوي۔د سعودي عرب ذريعو له مخې په الجوف النقيب كښې د ډائرېكټورېټ آف سول ډيفنس مېډيا وياند كېپټن عبدالرحمان الضويحي ووئيل د نهې په ورځ سهار 4 بجې 54 دقيقې په القريات ګورنري كښې د امنيت ګزمې كوونكو لخوا يو رپورټ ترلاسه شوے چې پكښې وئېلې شوي چې په التشيلت كښې په لاندې چت كښې په يو كور كښې اور لګېدلے ۔په كوم چې رېسكيو ډلې د پیښې ځاې ته رسېدلې او په اور ئې قابو موندلے۔ده ووئيل د اور لګېدو له امله سوځېدونكي څلور كسان په تشويشناك حالت كښې روغتون ته منتقل كړے شوي چې پكښې درې كسان مړه شوي او د يوې كوټې څخه د درېو ماشومانو او يو كس مړي هم برآمد شوي