چين په پېښور كښې د شوې بمي چاودنې غندنه وكړه

بيجنګ 31 جنوري (اے پي پي)چين د پاكستان پېښور ښار كښې په جومات كښې د شوې بمي چاودنې غندنه كړې۔د چين خبري اژانس له مخې د خارجه زارت وياند ماؤننګ د پېښور په جومات كښې په شوي بمي چاودنه د افسوس او تشويش څرګندونه كړې ۔ده ووئيل مونږ په دې بريد كښې د مړو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره خواهش لرو۔ده ووئيل چين د هر ډول ترهه ګرۍ سخت مخالفت كوي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ٬د قومي استحكام دفاع او د خلكو د ځانونو تحفظ كښې د پاكستان د هڅو ملاتړ كوي