پېښور ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر اسفنديار ولي خان وئيلي دي په خېبر پښتونخوا پوليس مونږ وياړ لرو ٬ د ترهګرۍ د ناسور نوغې به ويستل وي۔ په پېښور كښې د پوليس لائن چاؤدنې غندنه كولو سره د عوامي نېشنل پارټۍ مشر ووئيل د ننۍ وضعې مسؤلين او د دې په شا ولاړ كسان به اولس ته بې نقابه كول وي۔ ده ووئيل په ګرد هېواد كښې د دې اور ختمولو له په 20 نكاتي نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا پوليس مونږ وياړ لرو ٬ د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا له لاس په دعا يوو