
پېښور 30 جنوري (اے پي پي) پولیس لائنز جومات كښې د ځانمرګي چاؤدني په نتيجه كښې 50 كسان ژوبل شوې دي۔د ليډي ريډنګ روغتون وياند له مخې د پېښور صدر پولیس لائنز جومات كښې د لمونځ په مهال ځانمرګي چاؤدنه شوي چې په نتيجه كښې ئې 50 كسان ژوبل شوې دي۔ځانمرګي بريد كونكې د لمونځ په مهال په وړومبي صف كښې موجود ؤ۔ځانمرګي بريد كونكي د لمونځ په مهال خپل ځان والوزولو۔ ریسكیو ذريعو له مخې د چاؤدني غږ تر لري لري اوريدلې شوي ٬ چاؤدنه دومره زوروره وه چې د جومات چھت راپريوتې او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمير كسان ژوبل شوي۔وياند ووئيل د چاؤدني نه پس ریسكیو اهلكار د پېښي ځائې ته رسيدلې دي او ووبل كسان ئې لیډی ریډنګ روغتون ته رسولې دي دغسې قانون نافذ كونكو ادارو اهلكار هم د پېښي ځائې ته رسيدلې دي۔