کینبرا 28 جنوري (اے پي پي) د پاکستان او آسټریلیا ميرمنو ډلو ترمينځه دريم او آخري آخری ټی 20 میچ به سبا د اتوار په ورځ کینبرا كښې كېږي،د آسټریلیا ویمن ډلي ته سیریز كښې 0-2 سره وړاندې والې ترلاسه دې ، په وړومبي دوه ميچونو كښې آسټریلیا د پاکستان په ضد په آسانۍ سره 8 ، 8 وکټو سره كامیابی ترلاسه كړې وه ، دې څخه وړاندې د آسټریليا ډلي درې ون ډے میچونو سیریز كښې پاکستان وائټ واش کړې ؤ۔