ریاض 27 جنوري (اے پي پي) سعودی عرب د فلسطین جنین كلي د اسرائیلی كمانډوز د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔په دې بريد كښې د فلسطین 9 وګړي شهیدان او 20 ژوبل شوې دي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د سعودی خارجه وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي چې د اسرائیلی كمانډوز د بريد سخته غندنه كوو د كوم په نتيجه كښې چې ګڼ كسان شهيدان شوې دي۔خارجه وزارت وئيلي سعودی عرب د اسرائیلی قابض عسكرو د اړخه د نړيوال قانون خلاف ورزی رد كوي او د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د فلسطین په سيمو قبضه ختمولو ، د اسرائیل اشتعال انګیزی او جارحیت مخنيوي او د فلسطین وګړو له ضروری تحفظ وركولو ذمه واري قبول كړي۔ كویت او عمان هم د اسرائیلی عسكرو د دې جارحانه كارروائی غندنه كړې ده۔