د هند انتظاميه دوكانداران نن په دوكانونو پرانستلو مجبوروي۔محبوبه مفتي

سرينګر 26 جنوري (اے پي پي)د هند په غېر قانوني قبضه كړي مقبوضه جمو كشمير كښې د پيپلز ډيموكريټك پارټۍ صدر محبوبه مفتي وئېلي دي قابضه انتظاميه نن د هند د جمهوريت ورځې په موقع په سيمه كښې دوكانداران په دوكانونو پرانستلو مبجبوروي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې كشميريان د هند د جمهوريت ورځ هر كال د تورې ورځې په توګه لمانځي او د غېر قانوني هندۍ قبضې په ضد د احتجاج په توګه هړتال كوي۔ دې ووئېل قابض انتظاميه هړتال ناكامه كولو لپاره دوكانداران په دوكانونو پرانستلو مجبوروي۔محبوبه مفتي په يو ټوېټ كښې وئېلي دي په كشمير كښې نن دوكاندارانو ته د دوكانونو پرانستلو حكم او د سنګينو نتيجو دړكې هم وركړې شوي