د لنډ مهاله صوبائي حكومت 14 وزيرانو د خپلو چوكو سوګند پورته كړو

پېښور26 جنوري (اے پي پي) د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د نګران صوبائي كابينې د سوګند پورته كولو دستورې په مهال 14 وزيرانو د خپلو چوكو سوګند پورته كړے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نګران صوبائي وزيرانو څخه د هغوي د چوكو سوګند واخست۔نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان هم د سوګند پوره كولو په دستوره كښې موجود ؤ ۔په سوګند پورته كوونكو كښې عبدالحلیم قصوریه، سید مسعود شاہ، حامدشاہ، ایډووکیټ ساول نذیر، بخت نواز،فضل الهي ، عدنان جلیل، شفیع اﷲ خان، حاجی غفران، خوشدل خان ملک، تاج محمدآفریدي، محمدعلی شاہ، جسټس (ر)ارشاد قیصراو شاهد خان خټک شامل دي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي صوبائي وزيرانو ته مباركي وركړه او د نيكو هيلو څرګندونه يې وكړه۔په دستوره كښې چيف سېكرټري ډاكټر شهزاد بنګش٬د پوليس انسپكټر جنرل معظم جاه انصاري٬د پېښور كمشنر رياض محسود٬د انتظامي محكمو مشرانو پشمول سياسي او سماجي شخصيات ګډون كولو