مودي حكومت به د بې ګناه كشميريانو په شهيد كولو د پوليس 168 اهلكارو ته تمغې وركوي

سرینګر۔25جنوری (اے پی پی)د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې د نرېندر مودي فسطائي حكومت به د بې ګناه كشميريانو په شهيد كولو د هندي پوليس 168 اهلكارو ته سبا د زيارت په ورځ تمغې وركوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د مقبوضه سيمې د داخله څانګې 168پولیس افسرانو او اهلكارو يو فهرست جاري كړے كومو ته به چې سبا اعزازونه وركولې شي۔