ملګري ملتونه۔25جنوری(اے پی پی) پاکستان ګرده نړۍ كښې د تحفظ ذمه وارۍ تصور ته په وده وركوؤنكو زور راوړے چې هغوي د جموں وكشمير او فلسطين په مقبوضه سيمو كښې د خلقو تحفظ له په اجتتماعي اقدامات غور وكړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دوهم دائمي استازي عامر خان ووئيل په دې وروستيو كښې په يو دستاويزي فلم كښې په كال 2002ﺀ كښې لويديز ریاست ګجرات كښې د فسادات په مهال د مسلمانانو د عامې وژنې هم جاج واخستې شو۔ پاكستاني سفير ووئيل غېر ملكي قبضې يا د بهرني تسلط حالات په آسانه سره په نسل كشۍ ٬ جنګي جرمونو او د انسانيت په خلاف ورځو بدلېدې شي۔