سرینګر۔25جنوری(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان سبا د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ د دې مقصد په نړيواله ورورولۍ زور راوړل دي چې هغه كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو څخه د هند د پرله پس انكار نوټس واخلي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس كړے۔ سبا به په مقبوضه جموں وكشمير كښې بشپړ هړتال وي او د آزاد جموں كشمير ٬ پاكستان او د نړۍ بېلو هېوادونو په پلازمينو كښې به د هند په ضد لاريونونه ويستلې شي دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته دا ښكاره پېغام وركړے شي چې هند د كشميريانو ټول بنيادي حقونه سلب كړي او په مقبوضه سيمه كښې د جمهوريت ورځ لمانځلو هېڅ حق نه لري۔ حريت لارښودو د هندواړه عامې وژنې پېښې شهيدانو ته د هغوي د شهادت په 33 م تلين په غوره ټكو د عقيدت پېزوئنې وړاندې كړې۔ په كال 1990 كښې په دې ورځ د مقبوضه وادۍ په هندواړه سيمه كښې په سولييز لاريون كوونكو د هندي عسكرو د ډزو په نتيجه كښې لږ تر لږه 21 كشميريان شهيدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي وو۔ بلخوا هندي پوليس او عسكرو په سرينګر او د مقبوضه سيمې په نورو سيمو كښې په داخلي او خارجي لارو د ګاډو ٬ مسافرو او عامو وګړو د تلاشۍ مهم تند كړے دے