پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د موسميات محكمي له مخې د راروانو 24 ساعتو په مهال به د خېبرپښتونخوا په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي۔د موسميات محكمي له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د صوبې بره سيمو كښې باران او په غرونو واوره شوې دغسې د صوبې په نورو سيمو كښې موسم يخ او په جزوی توګه وريځ وه۔ خېبرپښتونخوا کښې تر ټولو كم درجه حرارت کالام كښې -08 ډګری سینټی ګریډ، پاراچنار كښې -07 او مالم جبه كښې -05 ډګری سینټی ګریډ ریکارډ کړے شوے