اي سي او د غړو هېوادونو ترمينځه د رابطې٬تجارت او اقتصادي مرستې ته د ودې وركول لپاره مهم پليټ فارم دے٬ افغانستان كښې د امن او استحكام نه غېر د اي سي او د سيمې مقاصد او خواهشات به يو خوب وي۔۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د اقتصادي مرستې تنظيم غونډې ته وېنا

اسلام آباد24جنوری(اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي ديد اي سي او د غړو هېوادونو ترمينځه د رابطې٬تجارت او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو لپاره مهم پليټ فارم دے٬اي سي او له په ويژن 2025 د پېشرفت جاج اخستو ته اړتيا ده٬غړې هېوادونه دې د موجوده نړيوال اقتصادي بحران منفي اثرات كمولو لپاره خپلې پالېسۍ كوټلې كړي٬ټولو هېوادونو له به د موسمي بدلون مخ نيوي لپاره په هنګامي بنيادونو كار كول وي٬د ګلوبل وارمنګ په وجه پاكستان كښې واوره تندۍ سره ويلي كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ازبكستان پايه تخت تاشقند كښې د اقتصادي مرستې تنظيم 26م وزارتي كونسل غونډې ته وېنا كښې وكړه۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سيمې ښه والي لپاره په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل نړۍ د معاشي٬موسمي بدلون او اسلامو فوبيا پشان مسئلو سره مخ ده۔ده ووئيل پاكستان د خبرو اترو د لارې د مسئلو په حل باور لري٬مونږ له په ګډه د سيمې ښه والي لپاره كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل ټولو هېوادونو له به د موسمي بدلون مخ نيوي لپاره په هنګامي بنيادونو كار كول وي۔نړۍ د موسمي بدلون اثرات سره مخ ده۔بلاول بهټو زرداري ووئيل د سېلاب له امله د پاكستان 30 اربه ډالره زيان شوے دغسې 3 كروړه څخه زيات وګړي ځپلې شوي ۔ده ووئيل سېلاب ځپليو او د معيشت بحالۍ ته خاص پام لرنه كوو٬په ټوله نړۍ كښې د كاربن په اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه هم كمه ده۔ده د آذربائيجان خارجه وزير له د وزارتي كونسل په صدارت سنبهالولو مباركي وركړه۔خارجه وزير ووئيل پاكستان اي سي او ته په سيمه كښې د يو مهم پليټ فارم په توګه ګوري كوم چې د غړو هېوادونو ترمينځه اړيكې قوي كوي۔ ده ووئېل دا د غړو هېوادونو ترمينځه تجارت او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو لپاره يو مهم پليټ فارم دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن٬استحكام او څوكالي زمونږ د سيمې د چارو مهمه برخه ده۔دا زمونږ خواهش دے چې زمونږ ګاونډي هېواد افغانستان كښې امن وي كوم چې د څو لسيزو راهسې جنګ او د عدم استحكام په وجه زيان پورته كوي۔ ده ووئېل په افغانستان كښې امن او استحكام نه غېر د اي سي او د سيمې مقاصد او خواهشات به يو خوب وي۔ده د اي سي او په غړو هېوادونو زور راوړو چې د موجوده نړيوال اقتصادي بحران منفي اثرات كمولو لپاره خپلې پالېسۍ كوټلې كړي