قابض هند په جموں وكشمير كښې د جمهوريت ورځې لمانځلو هېڅ حق نه لري٬ نعيم خان

سرینګر۔24جنوری(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس مشر لارښود نعیم احمد خان په كشميريانو زور راوړے چې هغوي د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په غېر قانوني توګه نظر بند حريت لارښود نعيم احمد خان د نوي ډيلي تهاړ زندان څخه په جاري كړي پېغام كښې په جموں وكشمير د هند د غېر قانوني قبضې سخته غندنه كولو سره وئيلې دي د تېرو څو لسيزو راهسې د هند قابضو ځواكونو كشميرے اولس له خپلو سياسي او جمهوري حقونو څخه محروم ساتلے ۔ ده زياته كړه چې دا د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې هغه په كشمير د هند قبضې ٬ د كشميري وګړو په ضد د هند د ناوړه ترهګرۍ او د بشري حقونو د سختو خلاف ورزو فوري نوټس واخلي۔ ده د كل جماعتي حريت كنفرنس لخوا په 26 جنورۍ د زيارت په ورځ د هند د جمهوريت ورځې په موقع د بشپړه هړتال كال ملاتړ كولو سره كشميري اولس ته اپيل كړے چې هغوي په دې ورځ هړتال وكړي دغسې چې نړۍ ته دا پېغام لاړ شي چې كشميريان په كشمير د هند غېر قانوني قبضه نه قبلوي۔ په هندواړه كښې د هندي پوځ د لاسه د بې ګناه وګړو د وژنې پېښې ذكر كولو سره ده وئيلې دي په 25 جنوري 1990 هندواړه سيمه كښې د هند عسكرو 21 بې ګناه كشميريان شهيدان كړې وو۔ دغسې ده پېښه كښې د ككړو عسكرو انصاف سره د مخ كولو غوښتنه هم كړې ۔ ده په دې د افسوس څرګندونه كړې چې د كشميريانو وژونكې نن هم آزاد ګرځي