د هند جمهوريت ورځې څخه وړاندې سختو بندېزونو د وګړو ژوند سخت ځپلے

سرینګر۔24جنوری(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كړي كشمير كښې د روانې مياشتې په 26 مه نېټه د جمهوريت ورځې لمانځلو څخه وړاندې د هندي عسكرو لخوا د امنيت سختو اقداماتو د عامو كشميريانو ژوند زيات ځپلے دے ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې هندي عسكر او پېرا ملټري اهلكار په سرينګر او نورو سيمو كښې په بېلو ځايونو د ګاډو او مسافرو تلاشي اخلي او د خلقو آزادۍ سره په تللو راتلولو يۍ بندېزونه لګولې دي ۔ عسكرو په خلقو نظر ساتلو له سونه وار کرکټ اسټېډیم سرینګر او دې سره پېوستو سيمو كښې د سي سي ټي وي کېمرې لګولو سره د وګړو څارنه لا سخته كړې۔ پولیس او د سی آر پی اېف د شپې په تياره كښې هم مشقونه كوي۔ دغسې ټولو سركاري افسرانو او پبلك سېكټر ادارو او سكولونو ته په دستوره كښې د ګډون كولو وئيلې شوي