كشميرے اولس به د زيارت په ورځ د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي

سرینګر۔24جنوری(اے پی پی)د کنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به د روانې مياشتې په 26 مه نېټه د زيارت په ورځ د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي چې مقصد يۍ د كشمير د خپلواكۍ حق څخه د پرله پسې انكار په ضد خپل احتجاج ريكارډ كول دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو اپيل کل جماعتی حریت کانفرنس وركړے ۔ په دې مهال به د آزاد کشمیر ، پاکستان او بېلو هېوادونو په پلازمينو كښې د هند په ضد لاريونونه ويستلې شي دغسې چې نړيوالې ورورلۍ ته دا پېغام وركړے شي چې هند كشميرے اولس له خپلو بنيادي حقونو څخه محروم كړے او په مقبوضه سيمه كښې د جمهوريت ورځې لمانځلو هېڅ حق نه لري۔ صدائے مظلومین ، جموں وکشمیر ډېموکرېټک موومنټ ، تحریک آزادي جموں وکشمیر، جموں وکشمیر لبریشن الائنس ، جموں وکشمیر پولیټیکل ریزسټنس موومنټ او یوتھ فریډم فائټرز خپلو خپلو بيانونو او پېغامونو كښې د سرینګر او وادی کشمیر نورو سيمو كښې كشميريانو څخه د هند د جمهوريت ورځې سركاري دستورو څخه د بائيكاټ كولو او په خپلو كورونو او دكانونو د تورو بېرغونو هسك كولو اپيل كړے