باجوړ٬ژورې كندې ته د ګاډي پريوتو له امله دوه كسه مړه شول

پېښور 23جنوری(اے پی پی)د باجوړ په برنګ اصيل ترغاو سيمه كښې ګاډې د ډرائيور څخه بې قابو كېدو له امله ژورې كندې ته پريوتے چې په نتيجه كښې ئې ډرائيور خيرالله په ټكي مړه شوے او د هغه كور ودانې په روغتون كښې ساه وركړې۔د رېسكيو 1122 وياند له مخې په اطلاع ترلاسه كېدو د رېسكيو مرستياله ډله د پېښې ځاې ته رسېدلې او د ډرائيور مړے او د هغه كور ودانې ئې په ژوبل حالت كښې د ژورې كندې ته د راويستو سره د برنګ تحصيل روغتون ته منتقل كړې چرته چې د هغه كور ودانې په روغتون كښې ساه وركړې ۔