پېښور ۔17جنوری(اے پی پی) د سپريم كورټ بار پخواني صدر او د مشر قانون دان عبد اللطيف آفريدي د جنازې لمونځ د پېښور په باغ ناران كښې ادا كړې شو۔ د ارواښاد عبد اللطيف آفريدي د جنازې لمونځ كښې اعلی سياسي او سماجي شخصياتو ٬ ججانو ٬ وكيلانو ٬ اعلی سول او پوليس چارواكو او عامو وګړو زيات شمېر كښې ګډون وكړو۔ د جنازې لمونځ څخه وروستو ارواښاد عبد اللطيف لپاره د بخښنې دعا وغوښتلې شوه۔ جنازه كښې د ګډون كوؤنكو لخوا ارواښاد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې مشر قانون دان عبد اللطيف آفريدې تېره ورځ د پېښور هائي كورټ په بار روم كښې وژلے شوے وو۔