ډھاکه ۔17جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش په پلازمينه ډھاكه كښې د اېمبولنس او ټرك ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د بنګله دېش د شريعت پور ضلعې د فائر سروس او سول ډيفنس دوهم ډائرېكټر محمد سليم ميا ووئيل چې ډھاكې ته تلونكې اېمبولنس د زيات دھند د لاسه د ګاز يو ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ د اېمبولنس ډرائيور په شمول 6 كسان په ځائې مړه شول۔ د مړو شويو كسانو شناخت تر دې دمه نه دې شوې۔