د لطیف آفریدي مبینه قاتل جونیئر وکیل او د وژلي شوي جج آفتاب آفریديخورے دے، پولیس

پېښور 16جنوري (اے پی پی)د پېښور اېس اېس پي آپریشنز کاشف عباسی وئيلي دي د سپریم کورټ بار ایسوسی اېشن پخواني صدر لطیف آفریدی قتل د پخوانۍ دشمنۍ نتيجه ده او د هغه مبینه قاتل عدنان سمیع آفریدی د اے ټي سي مقتول جج آفتاب آفریدی خورے دے۔ آفتاب آفریدی ارواښاد د سوات د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج ؤ او هغه په اپریل 2021 كښې په موټر وے صوابی انټر چینج ( انبار) كښې هغه وخت قتل کړے شوے ؤ كله چې هغه په خپل ګاړي كښې اسلام آباد ته روان ؤ۔د هغه په ګاړې د ډزو په نتيجه كښې د هغه كوروداني او دوه ماشومان هم په حق رسيدلې وؤ،د مقتول ورثاﺀد دې پېښي ذمه وار لطیف آفریدے ایډوکیټ او نور كسان ګرځولې وؤ او لطیف آفریديپه اړوند اېف آئي آر كښې هم نامزد کړے شوے ؤ، د ملزم عدنان سمیع آفریدی په اړه دا هم معلومهشوې چې هغه يو جونئیر وکیل دے