په سوئيلي افريقا كښې د تربيتي الوتكې پرېوتو پیښه ٬ 2 كسان مړه

جوهانسبرګ۔16جنوری(اے پی پی) د سوئيلي افريقې په جوهانسبرګ ښار كښې يوه تربيتي الوتكې پرېوتو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يۍ 2 كسان مړه شوي دي۔ د ترک خبري اژانس له مخې د سوئيلي افريقې سول ايوي اېشن اتھارټي (اېس اے سي اے اے) د دې خبرې تصديق كولو سره وئيلي چې تېره ورځ يوه كوچنۍ الوتكه د تربيتي الوت په مهال د جوهانسبرګ په سوئيلي سيمه كښې په يو فټ بال سټېډيم كښې پرېوتو سره تباه شوه۔ د پېښې سبب تر دے دمه نه دې معلوم شوې۔ په دې اړه به ابتدائي رپورټ په 30 ورځې كښې جاري كړې شي۔