چين ٬ په كيميكل پلانټ كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 2 كسان مړه ٬ 34 ژوبل ٬ 12 بې دركه

بیجنګ۔16جنوری(اے پی پی) د چين د لياؤننګ ولايت په پنجن ښار كښې په كيميكل پلانټ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 34 ژوبل شوي دي۔ د چين ابلاغ ذريعو د ځائي چارواكو حوالې سره وئيلي چې د لياؤننګ ولايت په پنجن ښار كښې په يو كيميكل پلانټ كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 2 كسان مړه او 34 ژوبل شوي۔ پېښه كښې نور 12 كسان تر دې دمه بې دركه دي۔ بلخوا رېسكيو عملې په اور قابو موندلې دې۔