جکارته ۔16جنوری(اے پی پی) د انډونيشيا په سماټرا جزيره كښې د 6 شدت زلزله ريكارډ كړې شوې ده۔ فرانسيسي خبري اژانس د امريكائي جيولوجيكل سروے حوالې سره وئيلي چې د انډونيشيا په سماټرا جزيره كښې د ګل په سهار 6 نيمې بجې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6 ريكارډ كړې شو۔ د زلزلې مركز د آچے ولايت سنګكل ښار كښې 48 كلوميټر ژوره كښې وو۔ د زلزلې د لاسه تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې او نه د سونامي كوم الرټ جاري شوې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې نه وړاندې په 21 نومبر د انډونيشيا په جاوا ولايت كښې د 5.6 شدت زلزلې په نتيجه كښې 602 كسان مړه شوي وو۔