د پوليس شهيدانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو ٬ د ګورنر او پوليس په شمول د سول او عسكري چارواكو ګډون

پېښور۔14جنوری (اے پی پی) په سربند تاڼه ترهګر بريد كښې د شهيد شوي ډي اېس پي او دوه پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ په پوليس لائن پېښور كښې سركاري درناوي سره ادا كړے شو چې پكښې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي او د آئي جي پوليس په شمول نورو سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔ د پوليس يوې چمتو ډلې شهيدانو ته سلامي وړاندې كړه۔ ګورنر د شهيدانو په جسدونو د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د دوئي بخښنې او غجنيو كورنيو له يۍ د صبر او زغم دعا وكړه۔ په دې موقعه ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل دا پېښه د افسوس وړ ده۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو د كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يؤ۔