
پېښور ۔14جنوری(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اعلی وزير محمود خان په سربند پوليس سټېشن د ترهګرۍ بريد غندنه کړې او دا يې يوه افسوسناكه پېښه ګرځولې ده۔ ده په خپل يو بيان كښې ووئيل چې د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل پوليس په مړانه د دې بريد مقابله كړې او دا يۍ تمبولې دې۔ محمود خان ووئيل ټول قام د ترھګرۍ په ضد پوليس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده د شهيدانو لوړو درجو له دعا او غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔