خيبر پښتونخوا پوليس په سربند تاڼه د ترهګر بريد منصوبه ناكامه كړه ٬ اېس اېس پي آپرېشنز

پېښور ۔14جنوری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پولیس اېس اېس پی آپرېشنز کاشف آفتاب وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا پوليس په سربند تاڼه د ترهګرو بريد منصوبه ناكامه كړې ده په كوم كښې چې ډي اېس پي سردار حسېن او دوه اهلكارو د شهادت اعلی درجه ترلاسه كړې۔ اېس اېس پي ووئيل تېره شپه په سربند تاڼه ترهګرو بريد وكړو ٬ دا بريد له بېلو اړخونو څخه وو ٬ په كوم كښې چې لاسي بم ٬ اسنائپر رائفل او اتوماتيكي وسله وكارولې شوه۔ کاشف آفتاب ووئيل چې ډي اېس پي او پوليس اهلكار د اسنائپر رائفل د لارې په نخښه كړې شول۔ پولیس د ترهګرو بريد په مړانه وتمبولو۔ ده ووئيل ډي اېس پي او پوليس اهلكار د ترهګرو د تعاقب كولو په مهال شهيد شول۔ ده ووئيل د ترهګرو لټون له په سيمه كښې د پوليس لخوا عمليات روان دي۔