د ګاز هيټر پرله پسې استعمال څخه د رامخې ته كېدونكو پېښو نه بچ كېدو لپاره دې احتياطي تدبيرونه اختيار كړے شي۔ اېن ډي اېم اے

اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) د ژمي په موسم كښې د ګاز هيټر پرله پسې استعمال څخه د رامخې ته كېدونكو پېښو نه بچ كېدو لپاره د احتياطي تدابير په خپلولو زور راوړے ۔ د اېن ډي اېم اے له مخئ بايد د ګېس هيټر استعمال كښې د احتياطي تدبيرونو خيال وساتلے شي، د يخنۍ نه بچ كېدو لپاره دې ګرم لباس استعمال كړے شي او د اوده كېدو نه وړاندې دې د ګاز هيټر ضرور بند كړے شي