
كراچي 13جنوری(اے پی پی)د پاكستان كركټ ډلې بيټسمين فخرزمان يو ورځنو نړيوالو ميچونو كښې خپله 8مه سنچري جوړه كړې ۔په نېشنل اسټېډيم كراچۍ كښې په يوه ورځني مېچ كښې د جمعې په ورځ فخرزمان په 157 دقيقو كښې په 120 بالونو 10 چوكې او يوه چكه وهلې ده ۔32 كلن بيټسمين فخرزمان 64م يوه ورځني نړيوال ميچونه كړي او د 64 اننګز په مهال هغه څلور ځله ناټ آؤټ پاتې شوے۔ده په مجموعي توګه په 2684 رنځ كښې 8 سنچرۍ او 15 نيمې سنچرۍ جوړې كړې دي