نوې ډېلۍ 13 جنوري (اے پي پي)د هند په مهار اشټرا رياست كښې په ناسك شرډي هائي وے بس او ټرك خپل مينځ كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې يې د دوو ماشومانو پشمول 10 كسه مړه او 34 ژوبل شوي۔د هندي خپرونې ادارې له مخې د ځايې پوليس وياند مېډيا ته ووئيل ځايې هندي زائرين د مذهبي رسومات په لړ كښې سائبابا مندر ته روان وو چې ګاډې د تند رفتارۍ په نتيجه كښې د بل پلو څخه راروان ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 10 كه چې پكښې 5 مېرمنې٬ 3 سړي او 2 ماشومان شامل دي په ټكي مړه او 34 ژوبل شوي كوم چې روغتون ته منتقل كړے شوي۔ده ووئيل ځاېي پوليس د پېښې په اړه پلټنې كوي