د يو اے اي لخوا پاكستان ته دوه اربه ډالرو نه په زيات پور كښې ريليف او د يو ارب ډالره نور وركولو سره به معاشي ستونزو نه وتلو له مرسته تر لاسه شي ۔ وزيراعظم

اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي متحده عرب امارات (يو اے اي) لخوا پاكستان ته د دوه اربه ډالرو نه په زيات قرض كښې ريليف او د يو ارب ډالرو نورو وركولو پرېكړې سره به معاشي ستونزو نه وتلو له مرسته تر لاسه شي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل مونږ د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زېد النهيان لخوا پاکستان ته د دوه اربه ډالره نه په زيات قرض كښې ريليف او د يو ارب ډالره نورو وركولو په پرېكړه له د زړه د كومي مننه كوٶ٬ دا مرسته به زمونږ معاشي ستونزو څخه وتلو له مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل مونږ د امارات د خپلو وروڼو خوېندو د حسن سلوك نه ډېر متاثره يو