رياض 12 جنوري (اے پي پي)د سعودي عرب خارجه وزارت د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د خارجه وزارت سره نزدې تېره ورځ د شوي ترهه ګر بريد په سختو ټكو غندنه كړی۔د سعودي خبري اژانس له مخې خارجه وزارت د ترهه ګرۍ٬تشدد او انتهاخوښۍ ټول صورتونه رد كولو سره په دې وخت كښې د افغان اولس سره د يووالي څرګندونه كولو او د اودرېدو اعلان كړے۔په بيان كښې په بريد كښې په حق رسېدلو كسانو او غم جنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا شوې۔