بيجنګ 12 جنوري (اے پي پي)د چين خارجه چارو وزارت تېره ورځ په افغانستان كښې د شوې چاودنې او د 20 مرګونو په اړه وئېلي دي د دې بريد اصلي هدف چينائي ډله وه ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د خارجه چارو وزارت جاري شوي بيان كښې وئېلي دي چين د دې بريد سخته غندنه كولو سره هيله لري چې د افغان حكومت به د چين پشمول د نورو غېر ملكيانو تحفظ باوري كړي۔د يادونې وړ ده تېره ورځ په كابل كښې د خارجه چارو ودانۍ په خوا كښې چاودنه شوې وه۔د طالبانو وياند له مخې په دې بريد كښې 20 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔وئېلې شوي چاودنه هغه مهال وشوه چې يو چينائي پلاوې هلته د خبرو اترو لپاره موجود ؤ