کوئټه 11 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان حكومت وياندې فرح عظيم شاه وئيلي دي صوبائي حکومت د اوړو په بحران قابو موندلو لپاره عملي اقدامات كوي او د صوبې ضرورت له مخې غنم اغستلے كېږي٬ پاسكو څخه د غنمو سپلائي پېل شوې ، هره ورځ به د غنمو د ترسيل صورتحال ښه كېږي۔ د صوبائي حکومت وياندې خپل بيان كښې ووئيل د غنمو ذخيره كول به په هېڅ صورت نه برداشت كوٶ٬ د اولس د ضرورت او سهولت له مخې د ارزانو اوړو سېل پوائنټس جوړ كړے شوي، ټولو اړوندو ادارو او اهلكارو ته غنم او اوړه باوري كولو لپاره احكامات جاري كړے شوي