زمونږ عظيم دوست چين عمر له په ښه او خراب وخت كښې پاكستان سره ولاړ وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف ټويټ

اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي زمونږ عظيم دوست چين عمر له په ښه او خراب وخت كښې پاكستان سره ولاړ وي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل مونږ د ايشين انفراسټرکچر انويسټمنټ بېنك لخوا د يو ارب ډالرو د لوظ او په جنيوا كښې ريزيليئنټ پاکستان کنفرنس كښې د سل مېليونه ډالرو په جلا اعلان د چين د قيادت ډېره مشكور يو۔ ده ووئيل بيا رغونې لپاره دا مرسته ډېره د اهميت وړ ده