نوے ډيلے 11 جنوري (اے پي پي) د هند د سينټرل انډسټريل سکيورټي فورس (سي آئي اېس اېف) يو اهلكار د نوي ډيلي په اندراګاندي نړيوال هوائي مېدان خودكشي كړې ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د سي آئي اېس اېف اهلكار جتيندر کمار د ايئر پورټ د ټرمينل په باتھ روم كښې پخپل 9 اېم اېم پسټل ځان ويشتے دے ۔ بلخوا د هند په اړيسه رياست په ملكانګيري كېمپ كښې يو كمانډنګ افسر د خود كشۍ هڅه كوله او د هغه دا هڅه شنډٶنكے بل اهلكار په ګولۍ لګېدو ژوبل شوے۔ د يادونې وړ ده خود كشي كونكے افسر د سېكنډ ان كمانډ درجې افسر ٶ