د او آئي سي د مسجد اقصی سپكاوي په ضد غونډه ٬ د اسرائيلي وزير د ناوړه اقدام غندنه او ملګرو ملتونو څخه د ضروري كارروايۍ غوښتنه

جدہ۔11جنوری(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د مسجد اقصی په اړه د اسرائيلي وزير د ناوړه اقدام غندنه كولو سره د فلسطيني كاز د مركزي اهميت پخلے كړے ۔ د سعودی خبري اژانس له مخې په مسجد اقصی د اسرائيلي بريد په اړه د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر په مشرۍ كښې بېړنۍ غونډه تېره ورځ په جنرل سېكرټرېټ جده كښې وشوه په كومه كښې چې د مسجد اقصی او القدس الشريف په ضد اسرائيلي پالېسۍ او اقدامات مسترد كولو سره دغه پارونكې وګرځولے شول۔ غونډې ته ووئيل شول القدس شريف د ګردې اسلامي نړۍ زړه ته نزدې دے۔ د غېر معمولي غونډې په اخر كښې د او آئي سي لخوا اعلاميه جاري كړې شوه په كومه كښې چې د اسرائيلي پالېسيو او اقدامات غندنې سره سره د اسلامي هېوادونو ٬ نړيوالو ادارو ٬ تنظيمونو ٬ مذهبي لارښودو او د بشري حقونو ادارو پام دې مهمې كشالې پلو وګرځولے شو۔ اعلاميه كښې وئيلې شوي د اسرائيلي وزير ایتامار بن یویر د مسجد اقصیٰ يوه پارونكې كارروائي ده كومه چې د غندنې وړ ده۔ اعلاميه كښې وئيلې شوي اسرائیلی حکومتی عهدېدار، پوځي چارواكي ټول د فلسطينيانو د حقونو او د نړيوال قوانين د خلاف ورزۍ مرتكب كېږي٬ د دې ډول خلاف ورزيو مثال نه موندلے كېږي۔ اعلاميه كښې دا هم وئيلې شوي د اسرائيل او د هغوي د عهدېدارو كارروايۍ د مسجد اقصی موجوده او تاريخي حېثيت بدلولو لپاره دي او دا په مذهبي بنيادونو د تاؤ تريخوالي رامخې ته كولو يوه هڅه ده۔ او آئي سي وئيلې دي په مسجد اقصی كښې د رامخې ته كېدونكو پېښو وړومبۍ ذمه واري د اسرائيل ده۔ دا اسرائيل دے كوم چې خپلو عهدېدارو او چارواكو ته تحفظ وركوي دغسې چې د مسجد اقصی تاريخي حېثيت بدل كړے شي۔ خو دې پلو دې پام وكړے شي چې د دې ډول غېر قانوني پالېسيو او اقدماتو نتيجو سره مخ كېدل هم وي۔ اعلاميه كښې د اسلامي مرستې تنظيم د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې د امن او سلامتيا د ضامن په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او د اسرائيل په ضد ضروري كارروائي وكړي۔ او آئی سی ټولې نړيوالې ورورولۍ څخه په عمومي توګه او د سلامتي كونسل دائمي غړو څخه په خصوصي توګه غوښتنه كړې چې هغه د اسرائيل د خطرناكو او غېر ذمه وارو اقداماتو غندنه كولو سره په ياد كړي اسرائيلي وزير بندېزونه ولګوي۔ او آئي سي د مسجد اقصی او د دغې د احاطې ذكر كولو سره نړيوالې او اسلامي ورورولۍ ته دا خبره په ګوته كړې چې دا په 144 اېكټر مشتمل دے ٬ دا ټول ځاے د مسلمانانو د عبادت لپاره دے او نړيوال قانون هم د مسجد اقصی دا حېثيت تسليموي خو اسرائيل دا بدلول غواړي د كومې چې اجازه نشي وركړې كېدې ۔ او آئی سی په دې وروستيو كښې په مقبوضه بېت المقدس كښې د مسيحي مقبرو د بې حرمتۍ او په مسيحي زمكو د اسرائيلي قابضو چارواكو د قبضې غندنه كولو سره غوښتنه وكړه چې د جنېوا کنونشن له مخې دې اسرائيل څخه د دې جرمونو ځواب وغوښتلے شي۔ او آئی سی د اسرائیل لخوا د فلسطيني اولس په ضد د لګولے شوو بندېزونو غندنه هم وكړه او ټولو مذهبي لارښودو ته يۍ اپيل وكړو چې هغوي د اسرائيل د ناوړه ارادو ادراك كولو سره د هغوي په ضد سخت دريځ خپل كړي