کولکته۔11جنوری(اے پی پی) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنې نړيوال مېچ سبا (د زيارت په ورځ) په ايډن ګارډنز كولكته كښې كېږي۔ هند ته د آئي لېنډرز په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې په اولني مېچ كښې سري لنكن لوبډلې ته 67 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې هند د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې آئي لېنډرز ته 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ په درې يو ورځني مېچونو كښې د هندي لوبډلې مشري روهت شرما او د سري لنكن لوبډلې مشري ډاسن شناكا كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز درېم او وروستې مېچ به په 15 جنورۍ په تھیرووانا تھاپورام كښې كولې شي۔