
مکة المکرمة 10 جنوري (اے پي پي) د سعودي د حج او عمرہ وزير ډاکټر توفيق الربيعه حج كوٶنكو ته په زېري وركولو كښې وئيلي دي د کرونا وباء نه وړاندې د حج كوټه به بحال كړې شي٬ د عمره جامع انشورنس فيس 88 او د حاجي انشورنس فيس 29 رياله كړے شو۔ د “حج اېكسپو” د دوېم اېډيسن پرانستې دستورې ته ډاکټر توفيق بن فوزان الربيعه مسلمانانو ته زېري وركولو كښې ووئيل د كال 1444 هجري حج سيزن لپاره د عمر بندېز د كومو شرطونو نه غېر او د كرونا وباء نه وړاندې كوټه بحال كړې شوې۔ ده ووئيل د عمره جامع انشورنس فيس 88 رياله او د حاجي انشورنس فيس 29 ريال كړے شوے۔ ده د خانه كعبه د پراختيا په كار كښې د (200) اربه ريالو نه په زيات لښګت د انفراسټركچر په لړ كښې د هېواد د مجموعي سرمايه كارۍ انكشاف كړے كومه چې د تاريخ د يوه لويه تعميراتي منصوبه ده۔ په دې موقع الربيعه سپيناوې وكړو چې حج مشن د هېواد دننه هر لائسنس لرونكې كمپنۍ سره لوظ نامه كولې شي٬ ده د يوې كمپنۍ په ځائ مشن لپاره يو شمېر كمپنو سره د لوظنامو اجازه وركړې او په زيات مسابقت كښې ئې د وزارت په كردار زور رواړلو۔ د حج وزير په دې موقع ووئيل د رسول اللہ صلي اللہ عليه وسلم او د صحابه كرامو د سيرت دستاوېز لپاره د شلو نه د زياتو نندارتونونو او د سلو نه د زياتو تاريخي ځايونو د جوړولو كار پېل شوے دغسې چې د حاجيانو او عمره كوٶنكو سفر لا ښه كړے شي ۔ د حج وزير الربيعه يو شمېر سهولتونو ته اشاره كړې كوم چې زيارت كوٶنكو ته وركړې شوي وٶ٬ ځكه چې د عمرې ويزه لرونكي اوس ګرد هېواد كښې ګرځېدې شي او د دې په بدل كښې نورو ويزو لرونكو ته هم د عمره كولو اجازه وركړې شوې، د دې نه علاوه د عمره ويزه موده كښې د يو مياشت څخه تر دريو مياشتو پراختيا شوې او دې سره سره د نسك پلېټ فارم شروع كړے شوے او په الېكټرانك توګه د 24 ساعتو نه په كم وخت كښې د ويزه اجرا اجازه وركړې شوې ٬ ده ووئېل دا خبره په ګوته كړې شوې چې حج كنفرنس او نمائش په هېواد كښې د خپل نوعيت لوي نندارتون دے چې مقصد ېې د الله د مېلمنو سفر اسانول او د هېواد دننه او بهر ټول شراكتدار په يو ځائ راغونډول دي