خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د سوات پيپلز لائرز فورم عهدېدار فاروق خان اېډووکېټ په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د سوات پيپلز لائرز فورم عهدېدار فاروق خان اېډووکېټ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ بلاول بهټو زرداري غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ خپل پېغام كښې د غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كړې۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي